د طالبانو او سعودي عربستان سفیران د دوه اړخیزو تعاملاتو پر پراختیا غږېدلي

۵ ساعتونه مخکې

په روسیه کې د طالبانو سفارت وايي، چې په دغه هېواد کې ددې ډلې سفیر گل حسن حسن په مسکو کې د سعودی عربستان له نوي سفیر سامي محمد السدحان سره وکتل.

په دې کتنه کې د طالبانو سفیر د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د رغنده دوه اړخیزو تعاملاتو پر پراختیا او پالنه ټینګار کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه په اېکس کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان پر اړوندو گډو موضوعاتو له بحث سربېره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او گډې همکارۍ هم خبرې وشوې.

نور خبرونه

رادیو