د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له رييس سټېفن رودریګز او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، تر اوسه یې ۴۰۰۰ هغه نقطې مشخصې کړي چې پراختیايي پروژو ته اړتیا لري.
نورالدین ترابي په دې کتنه کې زیاته کړه: «له دې منځه بیا د ۸۰۰ پروژو د طرحو او ډیزاین چارې مو خلاصې کړي، څو سازمانونه او مؤسسې پرې کار وکړي.»
دغې ادارې د دغو مشخصو شویو نقطو د موقعیت او څرنګوالي په تړاو جزییات نه دي ورکړي.
د دغې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام رييس سټېفن رودریګز په چارو کې له چټکتیا مننه وکړه او زیاته یې کړه: «دغه لېستونه به موږ ته راکړئ چې ددې ادارې د انجینرانو لهخوا شاوخوا ۴۰۰۰زره نقطې معلومې شوې دي.»
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه یوسي چې د چارو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، څو خلکو ته اساسي خدمات ورسول شي.

