د ټاپي پروژې مشر وايي، ترکمنستان به په ۲۰۲۷ کال کې افغانستان ته د ګاز ورکړه پیل کړي

۵ ورځې مخکې

د ټاپي پروژې مشرمحمد مراد امانوف اعلان کړی، چې ترکمنستان غواړي د ۲۰۲۷ کال تر پیل پورې افغانستان ته د طبیعي ګاز رسولو لړۍ پیل کړي. هغه د ټاپي نل لیکي جوړولو په اړه وویل: «زموږ پلان او هدف دا دی چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به یې ساختماني کارونه بشپړ کړو».

د هغه په وینا، د افغانستان د برخې تر بشپړېدو وروسته به د ترکمنستان ګاز افغانستان ته صادر شي. دغه ډول هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د ټاپي پروژې په اړه خبرو کې کافي پرمختګ شوی دی.

د امانوف په خبره: «موږ هڅه کوو، چې د پاکستان په ګډون د داسې مهمو تړونونو تضمین وکړو، چې راتلونکو پانګونو ته زمینه برابره کړي». نوموړي وویل چې چارې بشپړېدو ته نږدې دي او تر ۹۰ سلنه ډېر کار شوی دی.

د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند ګاز پایپ‌لاین پروژه د دې لپاره طرحه شوې، چې هر کال د ترکمنستان له ګالکینیش مېدان څخه ۳۳ مېلیارډ متره مکعب ګاز ولېږدوي. ترکمنستان خپله برخه کار په ۲۰۲۴ کال کې بشپړ کړی دی.

د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې په افغانستان کې د دې پایپ لاین ۱۵۳ کیلومېټره برخې عملي کار پيل شو. دا چارې له سرحد آباد څخه بیا تر هرات پورې په رسمي ډول پرانیستل شوي. د روان کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي‌محمدوف په افغانستان کې د تاپي پایپ‌لاین د نوې مرحلې عملي کار په اساسي ډول پيل کړ.

د افغانستان لپاره د ۱.۵ میلیارډ متره مکعب ګاز صادرات

په ورته وخت کې د ترکمن‌ګاز دولتي شرکت مشرمَکسات بابایف اعلان کړی، چې په لومړي پړاو کې به د ټاپي پایپ‌لاین له لارې افغانستان ته د ګاز صادرات ۵۰۰ مېلیونه متر مکعبه وي او وروسته به دا اندازه ۱.۵ میلیارډه متر مکعب ته ورسېږي.

هغه په عشق‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل: «له افغانستان سره د ګازو شرکت د تړون له مخې، په څو لومړیو کلونو کې په کال کې د ګازو صادرات ۵۰۰ مېلیونه متر مکعب ټاکل شوي دي».

د هغه په وینا، په راتلونکو کلونو کې به دا اندازه تر ۱.۵ میلیارډه متر مکعبه پورې لوړه شي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د تلې د میاشتې پر ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې د ترکمنستان مشر قربانقلي بردي‌محمدوف افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د ټاپي پروژې د عملي کار بهیر وکوت.

ښاغلي بردي‌محمدوف ټاپي پروژه د خپل هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او د دې پروژې پر بشپړېدو یې ټینګار وکړ.

نور خبرونه

رادیو