د هند پولیسو په نوي ډیلي کې د داعـ ش ډلې دوه غړي نیولي دي

۴ ورځې مخکې

د هند د پلازمېنې نوي ډیلي پولیسو اعلان کړی، چې د داعـ ش ډلې دوه غړي یې داسې مهال نیولي چې د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې یې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره پلان جوړاوه.

د پولیسو په وینا، دغه نیول شوي کسان محمد عدنان خان چې په«ابو محارب» مشهور دی، ۱۹ کاله عمر لري او د هند د اترا پردېش ایالت اوسېدونکی او بل یې د مادي پردېش ایالت اوسېدونکی ۲۰ کلن «ابو محمد» دی، چې غوښتل یې په راتلونکو جشنونو کې او د عامه لاریونونو پر مهال خلکو ته پراخ زیان ورسوي.

پولیسو، د نیول شویو کسانو له استوګن ځایونو څخه د داعش ډلې تور بیرغ، له لېری واټن څخه د چاودنې د فعالولو لارښود، د لاسي بمونو د جوړولو ترتیب او نور شکمن اسناد ترلاسه کړي دي.

د ډیلي د پولیسو ویاند له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې دواړو کسانو د ټولنیزو شبکو له لارې جهادي او افراطپاله ویډیوګانې خپرولې او د همدې شبکو له لارې یې د نویو کسانو د جذب هڅه کوله.

هغه زیاته کړې چې «ابو محمد»تر دې وړاندې هم د ورته تورونو له امله نیول شوی و، خو په ۲۰۲۴کال کې د ضمانت په اساس خوشې شوی او له خوشې کېدو وروسته یې بیا د افراط‌پالې ډلې د غړیو په راجلبولو او انلاین تبلیغاتو پیل کړی و.

د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دواړو کسانو د لاسي بمونو د جوړولو لپاره د ضروري موادو د برابرولو هڅې پیل کړې وې او په ورته وخت کې یې د داعش د سوریایي غړي «ابو ابراهیم القریشي»سره هم اړیکې او بیعت درلود.

امنیتي ادارې وايي چې څېړنې لا هم روانې دي او د امکان په صورت کې نور کسان هم نیول کېدای شي.

نور خبرونه

رادیو