اروپايي ټولنې میټا او ټیک ټاک د ډیجیټل منځپانګې له قوانینو څخه په سرغړونې تورن کړي

۴ ورځې مخکې

د اروپایي ټولنې کمیسیون اعلان کړی، چې د میټا شرکت اړوند د فېسبوک او انسټاګرام پلیټفارمونو او ټیک ټاک د انلاین منځپانګې د څارنې په برخه کې د اروپایي ټولنې نوي قوانین مات کړي دي.

اروپايي کمیسیون د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې فیسبوک او انسټاګرام څیړونکو ته «عامه معلوماتو ته کافي لاسرسی» نه دی ورکړی او د کاروونکو لپاره د غیرقانوني منځپانګې راپور ورکولو یا د مینځپانګې لرې کولو پریکړو پر وړاندې د ننګولو اسانه لارې نه لري.

د اروپا کمیسیون لومړنۍ څېړنې ښيي، چې میټا او ټيک ټاک د ډیجیټلي خدماتو د قانون غوښتنې نه دي پوره کړي، کوم چې د ټیکنالوژۍ لوی شرکتونه اړ باسي څو د غیرقانوني مینځپانګې خپریدو مخه ونیسي او څیړونکو ته عامه معلوماتو ته لاسرسی چمتو کړي ترڅو وڅیړي چې کاروونکي په ځانګړي توګه ماشومان، د خطرناکې مینځپانګې سره څومره مخ کیږي.

اروپايي ټولنې میټا د «تور نمونو» کارولو په تور هم تورنه کړې، هغه طریقې چې کاروونکي د مینځپانګې لرې کولو پریکړو راپور ورکولو یا ننګولو پرمهال مغشوش کوي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو د ساتنې ادارې د تلې په ۶مه د ټولنیزو رسنیو لوی شرکت میټا ۹۱ میلیونه یورو جریمه کړ، چې په ناڅاپي ډول یې د ځینو کاروونکو پاسورډونه د خوندیتوب یا کوډ کولو پرته ذخیره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو