د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، پرون له ایران او پاکستان نه ۷۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۹۸ کسانو ته رسېږي؛ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۵، د هرات د اسلامکلا له لارې ۶۵، د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۶ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۱۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې له دغه کډوالو سره یې د لومړنیو توکو مرستې هم کړې دي.

