پاکستان بیا هم اوربند مات کړ او پر کونړ یې برید وکړ

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

پاکستان یو ځل بیا شوی اوربند مات کړ او نن ماخوستن یې (شنبه د تلې ۲۶مه) د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کونړ پر شلتن ولسوالۍ توغنديز بریدونه کړي او افغان طالبان هم ځوابیه برید ته اړ شوي او ویل کېږي اوس هم جګړه روانه ده.

سرچینې وايي، پاکستان د اوربند پرمهال د نن ورځې په اوږدو کې لومړی د کونړ پر دانګام ولسوالۍ برید وکړ او طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو له امله له ځوابیه ډزو ډډه وکړه، خو نن ماخوستن پر شلتن ولسوالۍ د پاکستان له توغندیزو بریدونو وروسته ځوابیه برید ته اړ شول.

پاکستاني لوري تېره شپه هم اوربند مات کړ او د پکتیکا ولایت ارګون او برمل ولسوالیو کې یې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړل او د کرېکټ د درېیو سیمه ییزو لوبغاړو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې د پاکستاني «پوځي رژیم» پرله پسې سرغړونې د جګړې د دوام هڅه ده او دوی به د حیثیت ساتلو او خبرو تر پایلې پورې له هر ډول ځوابي برید ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني لوري داسې مهال دغه بریدونه کړي چې په دوحه کې د دواړو لوریو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو