د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له زندان څخه د خیبر پښتونخوا نوي حکومت ته په استولي پیغام کې ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د ستونزې هواری له افغانستان سره له جدي خبرو پرته ناممکن دی.
د پاکستان دغه بندي پخواني لومړي وزیر ویلي، چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په هره تګلاره جوړولو او پرېکړه کې، د ایالتي حکومت، مرکزي مرکزي حکومت، سیمه ییزو قبایلي مشرانو او افغانستان ګډون اړین دی.
عمران خان ویلي:« له افغانستان سره له جدي خبرو اترو پرته د ترهګرۍ مساله نه شي حل کېدای.»
نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتوخوا له مشورې او ګډون پرته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هېڅ تګلاره ورته د منلو وړ نه ده.
همدارنګه عمران خان ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات ورته د منلو وړ نه دي، ځکه په یادو عملیاتو کې تر ډېره ملکي وګړو ته ډېر زیانونه اوړي.
نوموړي د خیبر پښتونخوا پر نوۍ حکومت غږ کړی، چې په یاد ایالت کې دې د ترهګرۍ پر وړاندې جامع تګلاره جوړه کړي.