زرداري د طالبانو بریدونو ته د پاکستاني پوځ ځواب «محتاط او اغېزناک» وباله

۱ ساعت مخکې

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ددغه هېواد له پوځ مشر عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستاني پوځ طالبانو ته « محتاط او اغیزناک» ځواب ور کړی دی.

د پاکستان د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د هېواد د داخلي او بهرني امنیت پر وضعیت خبرې وکړې.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې عاصم منیر زرداري ته د پوځ د «محتاطو او موثرو اقداماتو» په اړه معلومات ورکړل، چې ددوی په وینا، د افغان طالبانو بریدونو په وړاندې ترسره شوي دي.

زرداري د پاکستاني پوځ د وړتیا او چمتووالي ستاینه کړې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان به د خپل ملي حاکمیت او سرحدي بشپړتیا د دفاع لپاره هر اړین ګام پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو