د امریکا د ټرانسپورټ وزارت چارواکو ویلي، د هوايي ټرافیک هغه کارکوونکي به له دندو ګوښه کړي چې د حکومتي ادارو بندېدو پرمهال کار ته نه حاضرېږي. په امریکا کې له څو ورځو راهیسې د هوايي ټرافیک کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د کمښت له امله نږدې ۲۱زره الوتنې ځنډېدلې دي.
له هغه وروسته چې د ګانګرس غړي د بودجې په سر هوکړې ته ونه رسېدل؛ د امریکا د فدرال حکومت ډېرې ادارې وتړل شوې او له دې لړۍ نهه ورځې تېرېږي.

