د پاکستان حکومت د مذهبي ډلو د احتجاجونو له امله د اسلاماباد-پېنډۍ لارې تړلې او د مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمتونه یې هم بند کړي دي. دغه لارې وروسته له هغه وتړل شوې، چې دغه مذهبي ډلو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د لاریون اعلان وکړ.
د دغه لاریونونو له امله په اسلاماباد او پېنډۍ کې ټولې ښوونیزې ادارې د نن لپاره رخصت شوې وې.

