د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي، طالبانو ۲۰۰زره ښوونکې په کور کېنولې چې دا د راتلونکي نسل وژنه ده؛ خو دغه نسل وژنه هغه مهال درېدای شي، چې افغانان پر فکري محور جوړو شویو لیکو کې منظم شي.
هغه ویلي، د ښوونکي ورځ داسې مهال راځي چې له علم او تدریس څخه څه د پاسه ۲۰۰زره ښوونکې محرومې دي. هغه زیاتوي، دا هغه مېرمنې دي چې نن ورځ د «جهل او تیارو» په بند کې اچول شوي دي.
هغه وايي، په زرګونه نور نارینه پوهاندان او استادان هم یا له دندو ګوښه شوي او یا هم د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شوي. نوموړی کاږي، چې دا یوازې د یوه مسلک لهمنځه وړل نه؛ بلکې د فکر، پوهاوي او راتلونکي نسل وژنه ده.
فضلي د طالبانو واکمنۍ ته ښکاره ګوته نیسي او وايي:« اوسني افراطي اشغال د ملت پر فکري بنسټ برید کړی او غواړي، چې د ازاد فکر، پوهې او منطق څرک مړ کړي.»
د هغه په یادښت کې راغلي، دغه روانه فکري نسل وژنه یوازې هغه وخت درېدای شي چې افغانان په یووالي سره د فکري خپلواکۍ او روښان فکرۍ کرښو پر بنسټ سره راټول شي.
فضلي داسې مهال د ښوونکي د ورځې خبره کوي، چې نه یوازې ښوونکې پر کور کېنول شوې؛ بلکې په ټولیزه توګه ښوونیز مرکزونه محدود شوي او ځای یې مدرسو نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ طالبان هڅه کوي، چې ښوونځي هم په مدرسو واړوي او له مدرسو څخه د خپلو سرتېرو د جوړولو فابریکې په توګه کار واخلي.