ایران په تېره یوه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي

۵ ساعتونه مخکې

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) راپور ورکړی، چې ایران په سپټمبر میاشت کې لږ تر لږه لس کسان اعدام کړي دي. یاد سازمان دغه راز ویلي، چې تېره میاشت په مجموع کې ۱۸۷ کسان د ایران په بېلابېلو بندخونو کې اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو د راپور له مخې، په اعدام شويو کسانو کې شپږ ښځې شاملې دي، چې یوه یې افغانه وه او د نشه یي توکو په تړاو اعدام شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د ایران د قضایي قوې رسمي سرچینو او اړوندو وېب‌پاڼو یوازې ۹ قضیې یعنې د ټولو اعدامونو څلور سلنه راپور کړي دي.

نور خبرونه

رادیو