امریکا پر کاري وېزو د لوړ فیس لګولو تر اعلان وروسته له هند سره اړیکې «ارزښتناکه» وبللې

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشبنې په ورځ ویلي، چې دوی ته له هند سره اړيکې خورا «ارزښتناکه» دي. مارکو روبیو داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ټرمپ پر نوې کاري ویزه د ۱۰۰زره ډالرو فیس اعلان کړ او دغه کار د هندي ټکنالوژۍ شرکتونو ته ۱۰ مېلیارده ډالر زیان اړولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره ولیدل. په دغه لیدنه کې دواړه خواوو د سوداګرۍ، دفاع او د هند او ارام سمندر سیمې په برخه کې د لا همکارۍ په اړه سره خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو