د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د بګرام اډې د تصرف په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د افغانستان د اوسني حالت په دوام کې ټول تاوان کوي، نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولی شي سیاسي تعادل وساتي.
شاه محمود میاخېل په خپلې فېسبوک پاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د یوې لیکنې په خپرولو سره له ټولو افغانانو، سیمه ییزو او نړۍوالو غوښتي، چې په افغانستان کې د نیابتي لاسوهنو او سیالیو پر ځای د یوه مشروع او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي، چې په کې د ولس رول جوت وي نو بیا به افغانستان نه افغانانو، نه د سیمې هېوادونو او نه به هم نړۍوالو ته ګواښ وي.
د نوموړي په باور: «د افغانستان د موجوده حالت په دوام کې ټول تاوان کوي. نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولی شي چې د سیمې او نړۍ تر منځ سیاسي تعادل وساتي.»
شاه محمود میاخېل دغه راز زیاته کړې ده، چې د افغانستان ستونزه د هرې ورځې په تېرېدو سره جنجالي کېږي او په وینا یې د مسایلو حل په احساساتو نه، بلکې په تدبیر او فکر حل کېدلی شي.
میاخېل وایي، طالبان د حکومتولۍ لپاره مناسبه تګلاره نه لري او «یوازې خپل ولس ځپي او زبېښي او د خیالي او کاذب غرور شعارونه ورکوي، دوی نه شي کولی چې دوام وکړي او یا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو تعادل وساتي.»
د شاه محمود میاخېل په باور، اوسنی وضعیت چې د هېواد حاکمه ډله نه ملي او نه نړۍوال مشروعیت لري، په خپله راروانو سیمه ییزو او نړۍوالو سیالیو ته زمینه برابروي او افغانان به د دغو سیالیو قرباني وي.
د نوموړي په اند، طالبان په خپله «د بهرنیانو اشغال، مداخلو او نیابتي رقابتونو ته زمینه مساعدوي. تېر ځل هم افغانستان ته د امریکا او ناټو د تګ مهم علت د طالبانو د تېرې دورې ناکامو پالیسیو له امله و او اوس هم د دوی ناکامه ملي او نړۍواله پالیسي د نورو مداخلو او نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.»
میاخېل زیاتوي، د افغانستان د کشالې حل «د سیمې او نړۍ او هم د افغانانو په خپل منځیو رقابتونو او نیابتي جګړو کې نه دی، بلکې د افغانانو، سیمې او نړۍ تر منځ د رقابتونو پر ځای په همکارۍ کې دی.»
نوموړی د طالبانو پر مشر ملا هبتالله اخوندزاده په نیوکه سره زیاتوي: «دا هم نشي کېدای چې څلور کاله وشول، یو پټ مخی مشر چې د قانون له مخې د مسوولیت او دندې موده یې معلومه نه ده، هره ورځ د هېواد د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو بنسټونو د ورانولو لپاره فرمانونه صادر کړي او په خلکو کې د ځپلو او توهینولو لپاره په ډېرو شخصي مسایلو کې مداخله وکړي، چې نه دین اجازه ورکوي او نه انساني او افغاني ارزښتونه.»
شاه محمود میاخېل زیاتوي، که په یوه هېواد کې مشروع حکومت او نظام نه وي، نو د طالبانو او نورو ډلو او افرادو اړیکې او پټې معاملې، استخباراتي معاملې دي او سره له دې چې د افغانانو په ګټه نه دي را روانو نیابتي جګړو او سیالیو ته هم زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر څو ځلې د بګرام د بیا نیولو په تړاو څرګندونې کړي او همدا څو ورځې مخکې یې طالبان وګواښل چې که چېرې ژر تر ژره بګرام ورنکړل شي، نو ډېرې بدې پېښې به رامنځته شي.
خو طالبانو د بګرام هوايي اډې پر سر هر ډول معامله او همداراز امریکا ته د دغې اډې د سپارنې مساله په کلکه رد کړې ده.