بېل ګېټس له نري رنځ، ملاریا او اېډز سره د مبارزې لپاره ۹۱۲ مېلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د بېل ګېټس خیریه بنسټ خبر ورکړی، چې له نري رنځ، ملاریا او اېډز سره د مبارزې لپاره نړۍوال صندوق ته ۹۱۲ مېلیونه ډالر ورکوي. بېل ګېټس له حکومتونو غوښتي، چې د روغتیایي برخې بودجه دې نه کموي؛ که دغه بودجه لږ شي، نو د ماشومانو مړینه ورسره ډېرېږي.

د بېل ګېټس بنسټ دغه مرسته د نړۍوال صندوق له لارې لګول کېږي.

نور خبرونه

رادیو