طالبان وايي، روسي پانګه‌وال د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېواله دي

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال له روسي پانګه‌والو سره لیدلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې روسي پانګه‌والو د افغانستان د کانونو او په تېره بیا د سربو او انتیموني په برخه کې ډېره لېوالتیا ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده لیدنه کې د افغانستان پر کانونو د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د پانګه‌والو له خولې لیکل شوي، چې د دوی شرکت د کانونو د سپړنې، کېندنې او پروسس په برخه کې کافي تجربه لري او په دې برخو کې کار ته چمتو دي.

نور خبرونه

رادیو