ایران او درې اروپايي هېوادونه پر دغه هېواد د اقتصادي بندیزونو د مخنيوي هڅه کوي

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د ایران او اروپايي هېوادونو وروستۍ هڅې دا دي، چې د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د اقتصادي بندیزونو مخه ونیول شي؛ خو د دغه هېواد او لوېديځ ډيپلوماټان وايي، چې په دې برخه کې د بریا چانس خورا لږ دی.

بریټانیا، فرانسې او جرمني (E3) د ۲۰۱۵کال اټومي تړون له مخې پر ایران تور لګولی او ګواښ یې کړی، که د سپټمبر تر ۲۷مې نېټې پورې خپلې ژمنې عملي نه کړي؛ نو اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي. په ورته وخت کې اروپا ویلي، که ایران اټومي پلټونکو ته اجازه ورکړي د بندیزونو موده به وغځوي؛ خو شنونکي په دې برخه کې د بریا او جوړجاړي چانس ډېر لږ بولي.

نور خبرونه

رادیو