د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دغه وزارت ته په رسېدو سره یې له لوړو زده کړو نجونې منع کړې، وايي چې پوهه د انسانو په ژوند کې اساسي رول لري او د بقا ضامن دی او په وینا یې، «هر کله چې علم له منځه لاړ شي، دنیا هم ورسره لمنځه ځي.»
ندا محمد ندیم د بادغیس په پوهنتون کې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د یو شمېر پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زده کړیالان درسونو او مطالعې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل: «د دوښمنانو د دسیسو ښکار نه شئ او له فراغت وروسته د خپل مسلک له لارې خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړئ.»
له دې سره سم، د بادغیس د استخباراتو رييس عبدالهادي امین د اسلام دین د پرمختګ او ابادۍ دین وباله او زیاته یې کړه: «دیني او عصري علوم د یو بل تکمیلوونکي دي.»
د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د مشرتابه له لوري په یاد پوهنتون کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ پروژو کار پيل شو.
ندیم په داسې حال کې د انسانانو په ژوند کې د زده کړو په ارزښت خبرې کوي، چې یادې ډلې له څلورو کلونو راهیسې د میلیونونو افغان نجونو پر وړاندې د لوړو زدهکړو دروازې تړلې دي.