چين د سمندري ځواک په برخه کې یو بل مهم پړاو ترسره کړ، چې په دې سره دغه هېواد د الوتکو وړونکې بېړۍ «فوجیان» د خپل عصري مقناطیسي میدان په وسیله د تېزو تلونکو الوتکو بریالۍ الوتنه ترسره کړه.
د چین دولتي ټلوېزیون «سي سي ټي وي» د سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی، چې درې ډوله الوتکو (جې – ۱۵ ټي) جنګي جېټ، د پنځم نسل(جې- ۳۵) الوتکه او د (کې جې- ۶۰۰) راداري الوتکه د «فوجیان» له ځغاست لیکې څخه د مقناطیسي میدان په مرسته پورته کېدو او د ناستې بریالۍ ازموینې ترسره کړې.
د (جې -۳۵) الوتکه اوس په نړۍ کې دویمه جنګي الوتکه ده، چې د الوتکې وړونکې بېړۍ څخه د پورته کېدو وړتیا لري.
دا لومړی ځل دی، چې دغه ماډل الوتکه له یوه مقناطیسي میدان څخه پورته کېږي. د پوځي چارو کارپوهان وایي، چې دا پرمختګ د چین د سمندري ځواکونو د هوايي عملیاتو په ځواک کې ستر بدلون راولي.
راپور زیاتوي، چې د دې ازموینو بریا په دې معنا ده چې «فوجیان» اوس د الکترو مقناطیسي میدان په وسیله الوتنه او هم د الوتکې بېرته د ناستي بشپړه وړتیا لري، چې د چین د الوتکې وړونکو بېړیو د پروګرام لپاره ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.
که څه هم په راپور کې د ازموینو دقیق وخت نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي چې (جې – ۳۵) الوتکې دا ازموینې د سپټمبر په ۳مه نېټه د بېجینګ له پوځي پریډ څخه مخکې ترسره کړې.
خپره شوې ویډیو ښيي، چې دغه جنګي جېټ د «فوجیان» له ځغاست لیکې څخه د مقاطیسي میدان په مرسته پورته کېږي.
«فوجیان» د چین لومړۍ داسې الوتکې وړونکې بېړۍ ده، چې په بشپړه توګه د دغه هېواد په دننه کې ډیزاین او جوړه شوې ده. دا د نړۍ تر ټولو لویه د دودیزو سون توکو پر مټ چلېدونکې جګړه ییزه بېړۍ ده، چې د درېیو عصري برېښنایي مقناطیسي میدانو څخه برخمنه ده.
د پوځي شنونکو په باور، د الکترو مقناطیسي الوتنې سیستم د زړو (سکي جمپ) طریقو په پرتله ګڼې ګټې لري.