اردوغان: د اف-۳۵ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په اړه به له ټرمپ سره خبرې وکړم

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل، چې هېواد به یې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اف-۳۵ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي له فاکس‌نیوز سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تمه لري د واشنګټن له سفر وروسته به جنګي الوتکې ترلاسه کړي، وویل: «اوس یو ځل بیا پر دې موضوع خبرې کوو. موږ تمه لرو چې متحده ایالات هم هغه څه ترسره کړي چې اړین دي، هغه که د اف-۳۵ په اړه وي او که د اف-۱۶ او یا هم د الوتکو په تولید او ساتنه پورې تړاو ولري.»

نور خبرونه

رادیو