د بامیان په شېبر ولسوالۍ کې په قومي جګړه کې د یوې ښځې په ګډون ۱۰ کسان ټپيان شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳۱

د بامیان ولایت د شېبر ولسوالۍ په محمد کېچه کلي کې د دوو قومونو تر منځ په جګړه کې د یوې ښځې په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د څلور کسانو وضعیت ډېر نازک دی.

د بامیان ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه تېره شپه (د وږي ۳۰مه) هغه مهال رامنځته شوه، چې د محمد کېچه کلي په یوه جومات کې د ماخوستن پر لمانځه بوختو کسانو باندې ډزې وشوې او بیا وروسته د چړو ګوزارونه هم وشول.

د خبرپاڼې له مخې، د دغې پېښې د څلورو ټپيانو وضعیت نازک دی او د پېښې په تړاو د یاد کلي ۶ کسان نیول شوي او لاهم ترې پوښتنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو