ټرمپ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز عربي هېوادونو ته وړاندې کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳۱

اکسیوس خبري وېب‌پاڼې د دوو امریکايي او دوو عربي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر به د سې‌شنبې په ورځ د تلې پر لومړۍ نېټه د غزې د سولې او له جګړې وروسته د دې سیمې د حکومتولۍ په اړه یو تازه وړاندیزي طرحه د یو شمېر عربي هېوادونو مشرانو مخې ته کېږدي.

اکسیوس په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) خپور شوی، لیکلي چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان چارواکي به په دې ناسته کې ګډون وکړي، چې د امریکا په نوښت جوړېږي.
د راپور له مخې، تمه کېږي چې ټرمپ به د برمته شویو کسانو د ازادۍ او د جګړې د پای ته رسولو تر څنګ، له غزې څخه د اسراییل د وتلو د اصول او له جګړې وروسته د حماس له ونډې پرته د حکومت په اړه بحث رامخکې کړي.

نور خبرونه

رادیو