د مصر لومړي وزیر مصطفی مدبولي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د ملګرو ملتونو په مقر نیویارک کې د دوو هېوادونو د جوړېدو په تړاو غونډه کې وویل، چې هېواد به یې د غزې له اوربند وروسته د دې محاصره شوې سیمې د بیا رغونې لپاره د یوې نړۍوالې غونډې کوربه وي.
نوموړي د دغه کنفرانس موخه «د بیا رغونې د بودیجې برابرولو لپاره د هېوادونو بسیج» وبلله او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې «د دوو هېوادونو د رامنځته کېدو د حل د پلي کېدو د جدي اقدام د یوې برخې په توګه» په دې هڅه کې ګډون وکړي.
مدبولی وویل: «دا کار ډاډ ورکوي، چې د فلسطین خلک په خپله خاوره کې پاتې شي او ورسره مرسته کوي، څو د جګړې له سترو زیانونو سره مبارزه وکړي.»