فرانسې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د یوې نړۍوالې غونډې پر مهال د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده. دا په داسې حال کې ده، چې پاریس د برېتانیا او کاناډا په ګډون د هغو لوېدیځو هېوادونو په کتار کې ورګډ شو، چې د یکشنبې په ورځ یې دغه تاریخي اقدام ترسره کړی و.
امانوېل مکرون وویل: «د دوو هېوادونو، یو فلسطیني او بل اسراییلي د رامنځته کېدو وخت رارسېدلی.»
هغه زیاته کړه: «زما د هېواد د تاریخي ژمنې د پلي کولو په لړ کې، زه د فرانسې له لوري د فلسطین د هېواد په رسمیت پېژندنه اعلانوم.»
د نوموړي دغه څرګندونې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.
اخوا، رویټرز بیا لیکلي چې که څه هم دا غونډه د فرانسې او سعودي عربستان له خوا جوړه شوې، کولی شي د فلسطینیانو مورال پیاوړی کړي، خو تمه نه کېږي چې د فلسطینیانو په واقعي وضعیت کې بدلون رامنځته کړي.