د ایران د خراسان رضوي ولایت عمومي څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل، چې په مشهد کې یې درې کسان نیولي دي. محمد اسماعیل خان ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه کسان د معروف غلامي د وژنې په تړاو نیول شوي دي. معروف غلامي د اسماعیل خان نږدې جهادي قوماندان و.
د خراسان رضوي څارنوال حسن همتيفر دوشنبه ماښام مهال د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا ته په خبرو کې ویلي، تر هغه وروسته چې په مشهد کې یو افغان ووژل شو؛ په دې اړه څېړنې پيل شوې.
ایراني پولیسو تر اوسه د نیول شویو کسانو هویت نهدی څرګند کړی؛ خو اسماعیل خان ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول نیول شوي کسان افغانان دي.
د سرچینې په وینا؛ په نیول شوو کسانو کې دوه هغه یې چې د ښاغلي غلامي د دفتر کارکوونکي وو، د پولیسو لهخوا بېرته خوشې شول؛ خو اصلي تورن کس اوس هم د پولیسو په بند کې دی.
سرچینه وايي، که څه هم د ایراني پولیسو پلټنې دوام لري؛ خو ډېر داسې شواهد شته، چې دا په ډاګه کوي چې دغه تورن کس د معروف غلامي په وژلو کې لاس لري.
اسماعیل خان چې یو پېژندل شوی جهادي قوماندان دی، د دغه پېښې په غبرګون کې له ایراني چارواکو څخه غوښتي و چې د معروف غلامي د وژنې عاملین ونیسي او محاکمه یې کړي.