په جرمني کې هغه افغان په عمري بند محکوم شو، چې تېرکال یې یو پولیس وژلی و

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۵

د جرمني محکمې هغه افغان په عمري بند محکوم کړ، چې تېر کال یې د افراطي انګېزې له مخې یو پولیس په چړو وهلی او وژلی و. نوموړي د دغه پولیس ترڅنګ پنځه نور کسان هم ټپيان کړي وو.

رویټرز خبري اژانس سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) لیکلي، د تورن کس مستعار نوم «سلیمان اې» ښودل شوی چې اصلي نوم یې پټ پاتې شي.

نوموړي تېر کال د جرمني په لوېدیځ د مانهایم ښار په یوه لاریون کې پر یوه کس د چړې برید وکړ. دغه لاریون د ۲۰۲۴کال د مئ په میاشت کې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام ضد ډلې له‌خوا تنظیم شوی و.

دغه کس لومړی د غونډې پر ویناوال او څو لاریونوالو برید وکړ او وروسته یې هغه پولیس افسر هم د چړو په ګوزارونو وواژه، چې هلته د امنیت ټينګولو لپاره ورغلی و.

دغه کس د ۲۰۲۴کال د جون په میاشت کې د خپلو ټپونو د درملنې له کوټې څخه تر رخصتېدو وروسته پولیسو ونیوه او زندان ته یې واستاوه.

که څه هم څارنوالانو ویلي، چې نوموړي له «داعش» ډلې سره خواخوږي لرله؛ خو هغه د ترهګرۍ په تور نه دی محاکمه شوی. پر هغه دا تور پورې شوی، چې یو کس یې وژلی او د ۵ نورو د وژلو هڅه یې کړې ده.

محکمه داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې په جرمني کې د سياست‌والو ترمنځ د کډوالۍ، سخت دريځۍ او ناامنۍ په اړه تاوده بحثونه روان دي.

نور خبرونه

رادیو