ملا برادر د ایران د صنعت له وزیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراخولو غږېدلی

۲ ساعتونه مخکې

په کابل کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتابک او ورسره مل اقتصادي پلاوي سره کتلي او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو یې ټينګار کړی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر او ګډې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو پر لا اغېزناکتیا هر اړخیز بحثونه کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت هم وویل، چې د دې لیدنې پر مهال د صنعت، معدن او تجارت په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی دی.

د ایران سفارت د معلوماتو له مخې، سید محمد اتابک د دولتي او خصوصي برخې له اقتصادي پلاوي سره کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور له مسوولانو سره هم وګوري.

یاده دې وي چې ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دې ډلې له مهمو اقتصادي شریکانو بلل کېږي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو بیا هم تهران له کابل سره د سوداګرۍ او ترانزیټي دهلیزونو د پراخولو ترڅنګ، د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې لارې پرانېستې دي.

سربېره پر دې، دواړو لوریو د تېلو، برېښنا او کانونو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو