د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د بزګرانو د مالي زیانونو او د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخنیوي لپاره هغو شرکتونو او کسانو ته چې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکوي.
دغه پرېکړه د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې ده. د دغه ریاست لهخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د سوداګرۍ د ودې لپاره د سړو خونو د جوړولو طرحه هم تصویب شوه.
په بیان کې همدا راز راغلي، که څه هم افغانستان د کرنیزو محصولاتو له بډایه هېوادونو څخه دی؛ خو د سړو خونو نشتوالی، د تعرفو لوړوالی او د صادراتو پر وړاندې محدودیتونه د بزګرانو او سوداګرو لپاره لویې ننګونې دي.
د بیان له مخې؛ دغه پرېکړه به د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ د افغانستان په سوداګرۍ، اقتصادي ټیکاو او د خلکو په عوایدو هم مثبت اغېز وکړي.