طالبان وايي دفراه ولایت په شنو خونو کې د ښځو په ګډون ۱۸زره کسان په کار بوخت دي

۳ ساعتونه مخکې

په فراه ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۸زره کسان په شنو خونو کې په کار بوخت دي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه او اړتیاوې پوره کوي.

یادې ادارې ویلي، چې روان کال په فراه کې شاوخوا ۴ میلیونه او ۴۹۲ زره متره ځمکه شنو خونو ته ځانګړې شوې ده او د روان کال په لومړي فصل کې له دغو شنو خونو څخه له ۸۹زره او ۸۴۸ ټنو ډېر سابه راټول شوي.

د فراه ولایت د کرنې ریاست ویلي، چې د تېرکال په پرتله له شنو خونو څخه د سبو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د فراه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې په شنو خونو کې تر ډېره بادرنګ، رومیان، دلمه مرچ او تور بانجان کرل کېږي او د یادو حاصلاتو ۵۰ سلنه یې بادرنګ، ۴۰ سلنه رومیان او ۱۰ سلنه یې نورې سبزۍ دي.

د کرنې ریاست زیاته کړې، چې د فراه ولایت د شنونو خونو حاصلات په کور دننه د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د فراه ولایت د کرنې ریاست ویلي:«د مناسب اقلیمي شرایطو او د ایران له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د خلکو لېوالتیا د شنو خونو د جوړولو او پانګونې په برخه کې مخ پر زیاتېدو ده.»

د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، چې فراه د پراخو ځمکو او تودې هوا لرلو له امله په وروستیو کلونو کې د شنو خونو په صنعت کې بې ساری وده کړې او د هېواد په کچه مخکښ ولایت دی.

نور خبرونه

رادیو