په ترکیه کې د طالبانو سفارت د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې د دغې ډلې سفیر د ترکیې لپاره د متحده عربي اماراتو له سفیر سره لیدلي او پر دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي مسایلو یې خبرې کړې دي.
د بیان لهمخې، دواړه سنیعالله فرهمند او سعيد ثاني الظاهري د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو هم خبرې کړې دي. په بیان کې د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.