د طالبانو د هرات ولایت د والي دفتر وايي، د هرات-خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم پړاو د جوړولو د کار د پرانیستې مراسم د ځینو طالب چارواکو په ګډون ترسره شو. د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي وویل د دې پړاو بشپړیدو سره به هېواد د ریل پټلۍ له لارې له ایران او اروپا سره ونښلوي.
د طالبانو د هرات والي دفتر نن شنبه د (وږی ۲۲مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې مراسمو کې ددې ډلې د هرات والي مولانا اسلام جار ټینګار وکړ، چې له دې سره به د صادراتو او وارداتو په سکتورونو کې ډېرې اسانتیاوې رامینځته شي او د ټرانزیټ لګښتونه به د پام وړ کم شي.
هغه وویل:«چې د دې کرښې بشپړ فعالیت به د دواړو ګاونډیو هېوادونو، افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې همکارۍ پیل وي، ترڅو دا له چین او اروپا سره وصل شي او د هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړي.»
په دې مراسمو کې د طالبانو د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، چې دغه پروژه د کورنۍ بودیجې له لارې تمویل کېږي او د سوداګرو او صنعتکارانو د ترانسپورتي ستونزو د حل سربېره، په اقتصادي ځان بسیاینې او د سوداګرۍ په اسانتیا کې مهم رول لري.
د دې پروژې کار د طالبانو فواید عامې وزارت لخوا د افغان ګاما شرکت او روسیې شرکت ته د ۵۴ ملیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت ورکړل شوی، چې په ۳۵ میاشتو کې به بشپړ او عملي شي.
د دې پروژې د مسوول د معلوماتو له مخې، د څلورمې برخې دویم پړاو ۴۷ کیلومتره اوږد دی، چې د ده سرخ په سیمه کې د لومړي پړاو له پای څخه پیل کیږي او صنعتي ښارګوټي ته موازي غځیږي.