د طالبانو ریاست الوزرا رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دغې ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته ځايي اوسېدونکو له نوموړي سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، د روغتیايي خدمتونو، اوبو کموالي او د ښوونې او روزنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. خبرپاڼه کې راغلي چې سلام حنفي د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني عالمانو ته د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی. هغه همدا راز په یو شمېر ټولنیزو او اقتصادي مسایلو هم د سیمې له اوسېدونکو سره خبرې اترې کړي دي.
هغه همداراز زیاته کړې چې اړونده ادارو ته به د شرین تګاب ولسوالۍ اړوند ټولې ستونزې وسپاري او د حل لپاره به یې جدي اقدامات وشي. طالبان شمالي ولایتونو ته ډېر کله خپل دغه لوړ پوړی چارواکی لېږي او د سیاسي مصلحتونو ترڅنګ ترې د قومي او سیمهییزو جوړجاړیو لپاره هم کار اخلي.
د طالبانو د تېرې څلور کلنې واکمنۍ راهیسې افغانستان کې د مرستندویه او رغنیزو موسساتو شمېر د پام وړ کم شوی او له امله یې اوس خلک له ګڼو ننګوونو سره مخامخ دي. په کلیوالي کچه د بیا رغونې، روغتیا، اقتصاد او نورو برخو کې کړاوونه تر پخوا لا ډېر شوي دي.