انتونیو ګوترېش: ملا هبت الله په ټولو دولتي ادارو کې د خپل مستقیم نفوذ هڅه کوي

۱۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوټرېش»، په خپل درې‌میاشتني راپور کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، ټولنیز او بشري وضعیت په اړه نوې موندنې خپرې کړي دي.

راپور ښیي،چې د طالبانو رهبر په پرله‌پسې دولتي ادارو کې د بدلونونو او ټاکنو پروسه مخته وړي او د خپل شخصي وفادارۍ پر اصل ټینګار کوي.

راپور څرګندوي چې ټاکل شوي چارواکي ټول نارینه دي او زیاتره یې پښتانه دي چې له ملا هبت‌الله سره نږدې اړیکې لري.

د دغو ټاکنو تمرکز نه یوازې په مرکزي کچه، بلکې په ولایتي او دولسوالیو په کچه هم ترسره شوي، چې له مخې یې ګڼ نوي چارواکي پر مهمو پوسټونو ګومارل شوي دي.

په وروستیو درې میاشتو کې د ښار او کور جوړونې او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیران بدل شوي دي. همدارنګه، د ښار او کور جوړونې وزارت، او د حج او اوقافو وزارت مرستیالان له دندو لېرې او نوي کسان د هغوی پر ځای مقرر شوي دي.

په ولایتي کچه، یو والي، شپږ مرستیال واليان، ۴۰ولسوالان، ۳۹امنیه قوماندانان، څلور د استخباراتو ولایتي رییسان او لږ تر لږه ۱۳د دولتي ادارو مشران نوي ټاکل شوي دي.

په قضایي برخه کې هم د پام وړ بدلون راغلی او ۲۵نوي قاضیان په بېلابېلو محکمو کې پر دندو ګومارل شوي دي. دا ډول پراخ بدلونونه ښيي چې د طالبانو رهبر غواړي د دولت ټولې برخې د خپل مستقیم نفوذ لاندې وساتي.

د یاد راپور پر بنسټ، طالبان یوازې په ټاکنو بسنه نه کوي، بلکې د نوو ادارو په جوړولو کې هم بوخت دي. په فاریاب او لغمان کې تازه دوه نوې ولسوالۍ رامنځته شوې چې د سیمې پر سیاسي نقشې یې اغېز کړی دی.

ګوټرېش زیاتوي چې ملا هبت‌الله اخندزاده په تېرو درې میاشتو کې په کندهار کې له ګڼو طالب چارواکو سره مخامخ غونډې کړې دي. په دغو غونډو کې د کابل له مرکزي ادارو ځینې لوړپوړي مسوولین، د طالبانو د استخباراتو مشر، او یو شمېر قاضیان برخه وال وو.

د دغو ناستو اساسي پیغام د رهبر پر اطاعت ټینګار او د اسلامي شریعت د سخت تطبیق غوښتنه وه.

په امنیتي برخه کې راپور څرګندوي،چې د داعش خراسان د بریدونو شمېر او کچه لږه شوې ده. د طالبانو ځواکونو په کنړ او ننګرهار کې پرله‌پسې عملیات کړي دي، خو بیا هم د داعش د فعالیت ځینې بېلګې ثبت شوې دي.

د مې پر ۲۶مه د بدخشان په شهدای ولسوالۍ کې یو سلفي عالم او د هغه ساتونکی د طالبانو په برید کې ووژل شول.

د جون پر ۱۴مه په همدې ولایت کې یو شیعه ملا امام د نامعلومو کسانو لخوا وژل شو، سر یې پرې کړل شو او د داعش بیرغ په ځای پرېښودل شو.

څو ورځې وروسته، د جون پر ۱۵مه، داعش د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځواکونو برید وکړ، او د جولای پر ۸مه په لغمان کې د دواړو ډلو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

راپور څرګندوي چې یوازې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو په درې میاشتو کې ۵۷امنیتي پېښې او مستقیم ګواښونه ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې لسګونه ښځینه کارکوونکې د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، سره له دې چې طالبان د دغو پېښو مسوولیتنه مني، خو تر اوسه یې عاملین نه دي معلوم شوي. له همدې امله، دغه اداره اړ شوې چې لنډمهاله امنیتي تدابیر غوره کړي.

د راپور امنیتي څپرکی ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت همد پراختیا په حال کې دی. یوازې په درې میاشتو کې پنځو بېلابېلو ډلو د طالبانو پر ضد د ۴۷بریدونو مسوولیت منلی دی. دغو ډلو کې د مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه، د افغانستان د ازادۍ غورځنګ، د ولسواکۍ جبهه او د ملي بسیج جبهه شامل دي.

ملګرو ملتونو په دغو بریدونو کې ۱۹پېښې په خپله تایید کړي دي، چې دا د طالبانو د مخالفینو د فعالیت پر دوام دلالت کوي.

انتونیو ګوټرېش د عمومي وضعیت په اړه لیکلي چې یوازې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په ټول افغانستان کې ۲۶۵۸امنیتي پېښې ثبت شوې دي. د راپور پر بنسټ، د روان کال د ورته مودې په پرتله د ناامنۍ کچه ۹سلنه زیاته شوې ده.

دغه درې‌میاشتنی راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۳۱۷/۷۹پرېکړه لیک او د امنیت شورا د ۲۷۷۷پرېکړه لیک پر بنسټ چمتو شوی دی.

په دې پرېکړو کې له سرمنشي غوښتل شوي چې هر درې میاشتې وروسته د افغانستان د وضعیت، د امنیتي پرمختګونو، د بشري حقونو د وضعیت او د یوناما د ماموریت د پلي کېدو څرنګوالي په اړه مفصل راپور وړاندې کړي.

نور خبرونه

رادیو