ملا هبت‌الله ډېری طالب چارواکي کندهار ته غوښتي او له هغوی یې د اطاعت غوښتنه کړې

۸ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل وروستي راپور کې لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو له ګڼ شمېر چارواکو سره پراخې غونډې کړي او له هغوی یې غوښتي چې اطاعت یې وکړي.

د طالبانو مشر د شریعت په پلي کولو او د اسلامي نظام په تعقیب هم ټینګار کړی.

دا غونډې په کندهار کې ترسره شوي دي او په کابل کې د ګڼو حکومتي ادارو چارواکو، د طالبانو د استخباراتو مشر او د دغې ډلې قاضیانو پکې ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترش د نوي راپور یوه کاپي ورکړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه دی.

د ملګرو ملتونو د کارمندانو پر وړاندې بریدونه او ګواښونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د کارمندانو پر وړاندې ۵۷ امنیتي پیښې او ګواښونه ثبت شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي راپور له مخې، یوازې په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو لسګونو ښځینه کارمندانو د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې ګواښونو دوی اړ کړي چې لنډمهاله امنیتي تدابیر ونیسي. طالبانو د ګواښونو مسوولیت نه دی منلی، خو اصلي عاملین یې نه دي پیژندل شوي.

په درېیو میاشتو کې له ۲۶۰۰ څخه زیاتې امنیتي پیښې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش وویل: "یوازې د ۲۰۲۵ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱ پورې، په افغانستان کې ۲۶۵۸ امنیتي پیښې ثبت شوې دي."

د دغه درې میاشتني راپور له مخې سږکل په افغانستان کې ناامني ۹ سلنه زیاته شوې ده.

نور خبرونه

رادیو