امریکایي وګړې«في ډی هال»چې د روان کال د حمل په میاشت کې د طالبانو له بنده خوشې شوې وه، ویلي دي چې له هغې سره په بند کې یو ځای، باربي رینولډز (۷۶کلنه) او مېړه یې پیټر رینولډز (۸۰کلن)، اوس مهال د طالبانو په زندان کې د سختو او بدو شرایطو له امله د «مرګ سره لاس او ګرېوان» دي.
هال، د بیبیسي انګلیسي څانګې سره په تازه مرکه کې له امریکا او برېټانیا غوښتنه کړې، چې د دې جوړې د خلاصون لپاره بیړني ګامونه واخلي. نوموړې خبرداری ورکړی چې «د دوی د ژغورنې وخت په تېرېدو دی».
طالبانو د تېر کال د سلواغې په میاشت کې فی هال، باربي او پیتر په بامیان ولایت کې د «نامعلومو دلایلو» له مخې ونیول. فی هال وروسته له هغې خوشې شوه چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بولر، کابل ته سفر وکړ، خو برېټانوي جوړه لا هم د طالبانو په زندان کې پاتې ده.
فی هال،په زندان کې د تېرو کړو ورځو په اړه ویلي چې هغوی په تنګو خونو، د شدیدو امنیتي تدابیرو او د سیم خاردار په احاطه کې ساتل کېدل، دا هغه ځای دی چې د قاتلانو لپاره ځانګړی شوی و.
هغې زیاته کړه،چې باربي په څرګند ډول ډېر وزن له لاسه ورکړی او د پیټر روغتیایي وضعیت هم د قطر له لوري د درملو ورکولو باوجود ورځ تر بلې خرابېږي.
نوموړې وویل: «زندان یوازې له فزیکي اړخه ستونزمن نه و، بلکې له ذهني او روحي اړخه یې هم ډېر زیان اړاوه. موږ یوازیني بهرنیان وو چې هلته ساتل کېدو.»
فی هال،یو ځل بیا له واشنګټن او لندن وغوښتل چې په ګډه د دې جوړې د خلاصون لپاره عملي او جدي اقدامات وکړي.
د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې د رینولډز له کورنۍ سره په کتنه کې یې د هغوی د خلاصون ژمنه تازه کړې ده، خو دا وزارت په عین حال کې یادونه کوي چې د طالبانو له بیا راتګ (۲۰۲۱) وروسته یې سفارت په کابل کې تړلی او د برېټانوي وګړو ملاتړ «ډېر محدود» شوی دی. وزارت ټینګار کړی چې افغانستان ته سفر لا هم په کلکه منع دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې طالبان باید د «دیپلوماتیکو یرغملو ساتلو» ته د پای ټکی کېږدي او ټول بهرني وګړي چې «په ناحقه نیول شوي»، بې له ځنډه خوشې کړي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په ځواب کې ویلي چې باربي او پیټر «له خپلو کورنیو سره په دوامداره تماس کې دي»، هغوی ته د درملنې، اړیکو او استوګنې اسانتیاوې برابرې دي، او د هغوی د خوشې کېدو لپاره هڅې روانې دي، «خو دغه پروسه لا بشپړه شوې نه ده».
په ورته وخت کې، د دې جوړې اولادونو څو ځله د خپل مور او پلار د خراب روغتیايي وضعیت او د قانوني او طبي خدماتو نهشتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې د هغوی د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه د طالبانو له لوري کوم عملي اقدام نه دی شوی.