د طـالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي چې د نوموړې ادارې مشر نورالدین ترابي کونړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د مالیزیا د طبي مرستو ټولنې له اجراییوي مدیر سره ولیدل.
د اعلامیې لهمخې، ترابي د طالبانو د مشر په لارښوونه کونړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې به نورګل ولسوالۍ کې د «ژیړي بابا» په نوم د زلزلهځپلو له کمپ څخه لیدنه وکړه او خلکو ستونزې یې واورېدلې.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې نورالدین ترابي په دې سفر کې د مالیزیا طبي مرستو ټولنې له اجراییه مدیر سره هم وکتل.