د بلخ او سمنګان په دوو ټرافيکي پېښو کې ۳ مسافر مړه او ۶ نور ټپيان شول

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بلخ امنیه قوماندانۍ ویلي چې پرون د یو سراچه موټر په ټکر کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان شوي دي. ورته مهال، د یادې ډلې د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند بیا لیکلي چې تېره شپه د موټر په چپه کېدو کې ۲ مسافر مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، پرون یوه نیمه بجه د کابل-مزار پر لویه لاره د تېلو ټانکر له سراچه موټر سره ټکر شوی چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

ورسره جوخت، د طالبانو د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویاند په یوئ اعلامیه کې ویلي، تېره شپه یو فورنر موټر د مرکز او دره صوف ولسوالۍ په لاره کې اوښتی چې له امله یې ۲ کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو