ملګرو ملتونو یو وار بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو د استوګنې موده وغځوي

۲۳ ساعتونه مخکې

له پاکستان نه د کډوالو د اېستلو د درېیم پړاو پیل سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دغه هېواد نه غوښتي چې د نړۍوال خوندیتوب له مخې دې د افغانانو د اېستل کېدو بهیر ودروي. دغه سازمان وایي چې د اېستل کېدونکو افغانانو له ډلې ځینې یې افغانستان کې له ګواښ سره مخ کېږي.

په افغانستان کې د یونسیار استازي عرفات جمال په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا اداره چمتو ده له پاکستان سره په ګډه د عملي میکانیزمونو د جوړېدو لپاره کار وکړي چې زیان‌منونکي کسان وپېژندل شي او د افغانانو د قانوني کډوالۍ لارې چارې پراخې شي.

هغه له سیمه‌ییزو هېوادونو هم غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي ټولې بېرته ستنېدنې باید په خپله خوښه، خوندي، په درناوي او تلپاتې وي. هغه ټینګار کړی چې هېڅوک باید داسې ځای ته اړ نه کړل شي چې هلته د نوي خطر له ګواښ سره مخ وي او یا داسې هېواد ته چې د کډوالو د نوې څپې د جذبولو توان ونه لري.

جمال زیاته کړه: «بې له اضافي مالي سرچینو نه موږ نه شو کولای د هغو افغان کورنیو لپاره چې په یو وخت له ګڼو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دي، خپلې حیاتي مرستې دوامدارې کړو. موږ خپل سیمه‌ییز غوښتنلیک د وروستیو پېښو په رڼا کې تازه کړی او ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو په اندازه مرستې مو غوښتې دي».

له پاکستان د افغانانو پراخ اېستل

د پاکستان له لوري د «غیرقانوني کډوالو د ستنولو پلان» له بیا عملي کېدو وروسته، له اپرېل میاشتې راپدېخوا تر اوسه څه باندې ۵۵۴ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي چې یوازې د اګست په میاشت کې یې شمېر ۱۴۳ زره کسانو ته رسېږي.

په وروستیو اونیو کې دا بهیر لا چټک شوی او یوازې د همدې روانې سپټمبر میاشت په لومړۍ اونۍ کې نږدې ۱۰۰ زره کسان له پاکستانه اېستل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې که څه هم دغو کډوالو ته ځنې نغدي، روغتیايي او نورې مرستې برابروي، خو کچه یې خورا کمه ده او د کډوالو په درد نه دوا کېږي.

د طالبانو د بندیزونو له امله د ملاتړ مرکزونو تړل کېدل

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې له دې کبله چې طالبانو یې ښځینه کارکوونکو باندې بندیز لګولی د خپلو نغدو مرستو او ملاتړ مرکزونه د لنډمهال لپاره په تېرو ورځو کې تړلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا هغه ستونزه ده چې د یونسیار په ګډون د ملګرو ملتونو ټولې ادارې ورسره مخامخ دي. هېڅ اداره بې له ښځینه‌ کارکوونکو پرته نه شي کولای ښځو ته خدمتونه ورسوي. موږ یو ځل بیا د دغو محدودیتونو د ژر لغوه کېدو او د عاجلې حل لارې د موندلو غوښتنه کوو».

عرفات جمال زیاته کړې، دې ادارې د سپټمبر پر ۹مه اته مرکزونه د ښځو د کار د بندیز له امله تړلي دي. هغه په یوې انلاین غونډه کې خبریالانو ته وویل: «دا پرېکړه یوازې عملي وه، نه د مجازاتو لپاره او نه هم د سیاسي دریځ د څرګندولو لپاره، بلکې ښيي چې په ځینو حالاتو کې له ښځینه کارکوونکو پرته موږ نه شو کولای کار وکړو».

هغه زیاته کړه: «د طالبانو دې ستر ګام خلکو ته پراخې ستونزې راولاړې کړې». د ده په خبره، دغه مرکزونو معمولاً هره ورځ شاوخوا ۷ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کول. جمال روښانه کړه چې د دغو مرکزونو د کار پروسه شخصي مرکې او بایومتریک ثبت چارې لري چې نارینه یې د مېرمنو لپاره نه شي ترسره کولای.‌

د ښځو پر ضد محدودیتونه او د ملګرو ملتونو خبرداری

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) هم له طالبانو غوښتي چې دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ اړوند لګول شوي محدودیتونه دې پای ته ورسوي. یوناما خبرداری ورکړی چې «دغه اقدامات د هغو سلګونه زره کسانو حیاتي مرستې او اساسي خدمتونه له خطر سره مخامخ کړي چې د وروستۍ وژونکي زلزلې له امله زیانمن دي».

ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې دا چاره په «په یو ناورین کې بل ناورین رامنځته کول دي». زیاته شوې دا اقدام داسې مهال کې چې له زلزلې سربېره له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم چټک شوی دی.

له روان کال راهیسې، شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي چې ډېری یې د خپلې خوښې خلاف بېرته تللي دي. ځینو له څو لسیزو راهیسې افغانستان ته پښه نه وه ایښې او یو شمېر نور بیا لومړی ځل هېواد ته تللي دي.

عرفات جمال په ټینګار سره وویل: «موږ لا هم د هغو دولتونو، شرکتونو او اشخاصو منندوی یو چې تر دې دمه یې زموږ د کار ملاتړ کړی، خو زموږ سرچینې په چټکۍ سره د پای ته رسېدو په حال کې دي». طالبانو د خپلو سخت‌دریځه بندیزونو له کبله نه یوازې په کور دننه د افغانانو لپاره د ژوند کړۍ تنګه کړې بلکې بریښي چې اوس ښايي کرار کرار د مرستندویه ادارو په مرستو کې نور کموالی هم راشي.

دې ډلې د ښځو، بیان ازادۍ او استبدادي چلند له امله ځان او افغانستان په نړۍ کې سخت منزوي کړی چې کړاو یې عام افغانان ګالي.

نور خبرونه

رادیو