د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډیلي ته تللی

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال تېره اونۍ د روغتیا او درمل جوړونې په نندارتون کې د ګډون په موخه هند ته سفر کړی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی، چې دا سفر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د احتمالي سفر څخه مخکې ترسره شوی دی.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا سفر هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له احتمالي سفر څخه وړاندې شوی دی؛ هغه سفر چې ښايي د هند او طالبانو د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

راپور زیاتوي، چې نوی ډیلي هڅه کوي د متقي د احتمالي سفر د اسانتیا لپاره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره خبرې وکړي څو پر هغه د سفر بندیز لرې کړي، خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې نشته او هند ته د نوموړي سفر د امنیت شورا له اجازې پرته تر سره شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین ټایمز اف انډیا ته ویلي:«اړینه ده چې دواړه هېوادونه خپلې اړیکې لوړې او پیاوړې کړي. د دی لپاره د لوړې کچې سفرونه، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیرانو سفرونه مهم دي. دا به د همکارۍ د بېلابېلو برخو په اړه د بحث زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ برخه کي.»

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې، هند هڅه کوي خپلې اړیکې له طالبانو سره پراخې کړي.

پاکستان، هند او طالبان دواړه تورن کړي دي، چې د پاکستان د امنیت ګډوډیدو لپاره د بلوڅ بیلتون غوښتونکو غورځنګ او د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو یو هندی ډېپلوماټ له افغانستان څخه اېستلی دی. پر یاد ډېپلوماټ د طالبانو له مخالفو کسانو سره د لېدنو تور و، خو د طالبانو ویاند ویلي، چې د یاد ډېپلوماټ دنده په افغانستان کې پای ته رسیدلي وه.

نور خبرونه

رادیو