نړۍوالې رسنۍ وايي، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت لوېدیځ کې یوې کښتۍ په سیند کې اور اخیستی چې له امله یې لږترلږه ۱۰۷ مسافر مړه شوي دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، کښتۍ د لوکولېلا ولسوالۍ مالانګه کلي ته نږدې د کانګو په سیند کې اور اخیستی چې له امله یې ۱۴۶ مسافر په سیند کې ډوب او ورک شوي دي.
چارواکي وايي چې پاتې ۲۰۹ مسافر ژغورل شوي او د کښتۍ اور د سیند د غاړې ۱۵ کورونه هم سوځولي دي.