بولر ویلي امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې

۱۴ ساعتونه مخکې

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره تر لېدنې وروسته د دې ډلې د ریاست اولوزرا د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل.

په لیدنه کې ادم بولر ویلي چې امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د بندیانو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي ادم بولر، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او پلاوي سره په لېدنه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

ملا برادر امریکايي پلاوي ته د افغانستان د اقتصاد، د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي، د بیکارۍ او نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «ملا برادر پر افغاستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي چې په ځینو برخو کې یې اوس هم لکه څنګه چې اړتیا وه هماغسې پر مختګ نه دی کړی او لامل یې د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري پر افغانستان اقتصادي بندیزونه دي.»

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې ملا برادر د ټرمپ له ځانګړي استازي څخه غوښتنه کړې، چې امریکا دې په افغانستان کې د “تقابل” پر ځای تعامل ته مخه کړي او د افغانستان په بیارغونه کې دي خپل رول ولوبوي.

طالبانو د ادم بولر له قوله ویلي، چې امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

پر همدغه مهال طالبانو د ادم بولر له قوله ویلي، چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.

نور خبرونه

رادیو