د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه یو زرو او ۱۰۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۷۳۷ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارې او ۳۶۵ بیا د اسلامکلا او ورېښمو پر پله افغانستان ته دننه شوې دي.
طالبانو همدا راز څه باندې یو زرو او ۵۰۰ کورنیو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرېدو خبره هم کړې. له پاکستان او ایران نه د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې د افغانانو د اېستلو پراخ بهیر روان دی. له پاکستان نه په تېرو ۹ میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر او له ایران نه بیا نږدې ۲ مېلیونه افغانان اېستل شوي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې بشري ناورین، فقر، لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت حاکم دی. د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د دغه کډوالو په ستنیدو سره افغانستان کې دا بشري بحران لا پسې پراخ شوی او د بېروزکارۍ تر څنګ د لوږې کچه هم لوړه شوې ده. طالبان که څه هم دغو تازه ستانهشویو ته د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرېدو خبره کو، خو ملګرو ملتونو په وار-وار ویلي چې دغه ستانه شوي افغانان ان له لومړنیو اړتیاوو څخه هم بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرس له مرستندویه سازمانونو او هېوادونو نه غوښتي چې له دغو تازه ستانهشویو سره پراخې بشري مرستې وکړي. یاد سازمان اندېښنه ښودلې که په بېړنۍ توګه دې ستنېدونکو ته مرستې ونه رسېږي، نو روان ناورین به لا ډېر شي.
افغانستان کې د یادې نړۍوالې ادارې استازي عرفات جمال تازه له پاکستانه نه غوښتنه کړې چې د افغانانو د اېستل کېدو لړۍ دې ودروي. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته په ستنیدو سره د ځینو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي.