د طالبانو مخالف سیاستوال «اسماعیل خان» ته نږدې سیاسي او نظامي کس چې «معروف غلامي» نومېده د شنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې په خپل کاري دفتر کې په ډزو سره وژل شوی.
اسماعیل خان ته نږدې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د معروف غلامي د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.
د ایران پولیسو لا تر اوسه د دغه کس د ترور کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسماعیل خان ته نږدې سرچینې د دغه ترور عاملین طالبان ګڼي.
معروف غلامي «د افغانستان د لویدیځې حوزې د جهادي قومندانانو د شورا» مسوول وو او په مشهد ښار کې یې کاري دفتر درلود.
هغه د افغانستان په لویدیځ کې ځانګړی نفوذ درلوده او د ۱۴۰۰ کال په چنګاښ او زمري میاشتو کې یې د طالبانو پر ضد جګړو کې مهم نقش درلود. معروف غلامي د هرات ښار له سقوط سره سم له طالبانو سره تر ۴۵ ورځنۍ جګړې وروسته له یو شمېر نورو نظامیانو سره ایران ته پناه وړې وه.