د برېټانیا د پرچون سوداګرۍ ټولنې (BRC) د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ، که حکومت د سوداګريزو ملکيتونو د مالياتو په نوې لوړه کټهګورۍ کې ستر پلورنځي شامل کړي؛ نو تر ۴۰۰ پورې لوی سوپرمارکېټونه او هټۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کېدلای شي.
د حکومت وړانديز دا دی، چې د هغو ملکيتونو پر سر به لوړه سوداګريزه ماليه ولګول شي چې د ارزونې بيه يې له ۵۰۰ زره پونډو ($677,300) څخه لوړه وي. د چارواکو په وينا؛ د دغه لوړو مالياتو له لارې به ترلاسه شوې پېسې د کوچنيو پرچون او مېلمه پالنې کاروبارونو لپاره د يوې لنډمهالې تخفيفي کڅوړې د دايمي کولو لپاره وکارول شي.