عبدالکریم خُرم: د غزې جګړې د نړۍ د څو قطبي کېدو بهیر تېز کړی دی

۲ ورځې مخکې

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالکریم خُرم وایي، چې د غزې وروستۍ جګړه د غرب او امریکا اخلاقي ماته ښکاره کوي او په نړیواله کچه یې د څو قطبي نړۍ د رامنځته کېدو بهیر چټک کړی دی.

خُرم د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) پر اېکس لیکلي ولادیمیر پوتین مخکې ویلي و: «د نړۍ څو قطبي کېدل لکه د لمر ختو یقیني او ضروري ده، هغه څه چې موږ کوو یوازې دې ته سرعت ورکوو.»

نوموړی زیاتوي، اوس نړۍ په ښکاره ډول د څو قطبي کېدو په لور روانه ده، خو د دې بهیر چټکونکي روسیه یا چین نه دي، بلکې اسراییل او د هغه لومړی وزیر نتنېاهو دي.

خُرم زیاتوي، چې د غزې جګړه د غرب او امریکا اخلاقي شکست ته د پای ټکی کېښود.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته غربیان په هېڅ جګړه یا تېري باندې د نړیوالو اصولو او حقوقو له نظره نیوکه نه شي کولی، ځکه د غزې د نسل وژنې عمل به یې ورته د بېلګې په توګه ښودل کیږي.

خُرم همداراز وايي، د اسراییل په بریدونو کې پر قطر د شتمنو عربي هېوادونو پام دې ته شوی چې د امریکا وسلو او د امریکا پوځي اډو اخیستل د هغوی امنیت نشي تضمینولی او طبیعي ده چې دا هېوادونه به د نورو دوستانو لټون وکړي.

دی زیاتوي، چین او روسیه په انتظار دي چې دغه شتمن مشتریان ورسره اړیکې جوړې کړي.

په پای کې خُرم ټینګار کوي چې د امریکا دوه‌مخی سیاست او د نتنېاهو جنایتونه د نړۍ په څو قطبي نظم کې د چټک پرمختګ سبب شوی.

نور خبرونه

رادیو