د قوش‌تېپې کانال د افغانستان لپاره د خپلواکۍ، خو د منځنۍ اسیا لپاره اقتصادي کړکېچ دی

۳ ورځې مخکې

ډیپلوماټ مجلې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په یوه خپره کړې مقاله کې د قوش‌تېپې کانال د افغانستان لپاره د خپلواکۍ او هیلو نښه؛ خو د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اېکولوژيکي او اقتصادي کړکېچ بللی دی.

په مقاله کې راغلي، اقلیم او د منځنۍ اسیا اوبه د بدلون او کمېدو په حال کې دي. د قوش‌تېپې کانال چې د امو د سېند تر ۳۰ سلنې پورې اوبه د افغانستان خوا ته جلا کوي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.

په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه کانال د افغان بزګرو لپاره له وچکالۍ او بې‌وزلۍ څخه د خلاصون یوه هېله ده؛ خو پر ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان اوبه کمولای شي.

ډيپلوماټ مجله د کارپوهانو په حواله لیکي، د دغه کانال په جوړېدو سره کېدای شي چې د سېند له کلنیو اوبو څخه له ۸ تر ۲۰ سلنه پورې اوبه کمې شي او په روانه وچکالۍ کې زیانونه پېښ کړي.

مقاله وړاندې کاږي، چې اصلي ستونزه د اوبو کمښت نه؛ بلکې د اوبو ناسم استعمال دی، د اصلاحاتو او عصري خړوبولو له لارې د دغه کړکېچ مخنیوی کېدای شي؛ خو په ازبکستان کې بزګران لا له وړاندې د وچکالۍ له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په مقاله کې د اقلیم پوهانو له خولې لیکل شوي، د قوش‌تېپې کانال په وچه سيمه کې جوړ شوی دی؛ نو له همدې امله به ډېرې اوبه په بخار واوړي او ضایع به شي.

په مقاله کې د دغه کانال سياسي اړخ ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه پروژه یوازې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو نه؛ بلکې د واکمنۍ سمبول هم دی.

ډیپلوماټ مجله زیاتوي، چې افغانستان د امو سېند اوبو مهارولو په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره تړونونه نه‌لري، که د امو سېند پر غاړه پراته هېوادونه له نړۍوالې ټولنې سره په دې اړه همغږي ونه لري؛ نو کېدای شي چې د لوی جنجال لامل شي.

نور خبرونه

رادیو