سعودي عربستان د نیویارک اعلامیې په تړاو د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک هرکلی وکړ

پرون

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د «نیویارک له اعلامیې» د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړه لیک له تصویبېدو او د دوو خپلواکو هېوادونو (فلسطین او اسراییل) په تړاو له ضمیمو هرکلی وکړ.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د فلسطین د مسالې د سوله ییز حل او د حل لارې په توګه د دوو هېوادونو (فلسطین او اسراییل) په تړاو پرېکړه لیک د هغې اعلامیې پایله ده چې د سعودي او فرانسې په ګډې مشرۍ سره په نیویارک کې په یوه نړۍوال کنفرانس کې صادره شوې وه.

سعودي عربستان په ټينګار سره ویلي، دغه پرېکړه لیک او په ۱۴۲ غوڅ اکثریت سره یې تصویبېدل د ختیځ قُدس په پلازمینې سره د ۱۹۶۷ کال د جغرافیې له مخې د فلسطین هېواد د تاسیسېدو او د فلسطین ولس د مشروع حقونو د تحقق په تړاو د نړۍوالې اجماع ښکارندويي کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې یاد پرېکړه لیک له ۱۴۲ موافقو او ۱۰ مخالفو رایو سره تصویب کړ.

په یاد پرېکړه لیک کې په غزه کې پر ولسي وګړو او تاسیساتو د اسراییل پر بریدونو او همداراز د غزې پر کلابندۍ او پر اوسېدونکو یې د لوږې پر تحمیلولو اعتراض کړی او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییل د حماس بریدونه غندل شوي او په ډاګه یې ټينګار کړی چې د غزې جګړه نوره باید ودرول شي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د فلسطین هېواد د رسمیت پېژندنې مساله یوه له اصلي موضوعګانو ده او د هغو هېوادونو نوملړ به چې فلسطین په رسمیت پېژني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمې په څنډه کې د سعودي او فرانسې په کنفرانس کې چې د لس ورځې وروسته جوړېږي وروستی شي.

نور خبرونه

رادیو