احمد الشرع: امریکا په سوریه کې د پانګونې لیوالتیا لري

پرون

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، هېواد یې د سیاسي مرستو یا پورونو پر تکیې باور نه لري او د اقتصادي ستونزو حل لاره په دې کې ویني چې د سوریې دروازې د پانګونې لپاره پرانیزي.

الشرع د یوې خبري ناستې پر مهال څرګنده کړه چې امریکا په سوریې کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې او دمشق هم د دې فرصتونو د کارولو لپاره چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړه: «موږ غواړو د بهرنیو مرستو پر ځای، د خپلو ظرفیتونو او د نورو هېوادونو له تجربو په ګټه اخیستنې سره د اقتصادي پرمختګ لارې ومومو.»

د سوریې د دولت مشر ټینګار وکړ چې دمشق په چټک ډول د سیمې او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته رغوي او غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو سره د کورنیو ظرفیتونو یو ځای کول د اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره وکاروي.

شنونکي وایي، که څه هم د سوریې پر وړاندې د امریکا او لوېدیځ بندیزونه لا هم پر ځای دي، خو د دمشق له لوري د پانګونې لپاره د فرصتونو پرانیستل ښيي چې سوریه هڅه کوي له انزوا څخه ووځي او په نړیوال اقتصادي ډګر کې خپل حضور بېرته پیاوړی کړي.

نور خبرونه

رادیو