ملکري ملتونه: په افغانستان کې سانسور او محدودیتونه زیات شوي دي

۲ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي تازه راپور څرګندوي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر ټولنه پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

راپور کې راغلي، د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ټولنیزو شبکو څارنه زیاته کړې او یو شمېر کاروونکي یې د دیني ارزښتونو خلاف خپرونو په تور نیولي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم رسنیو ته ځانګړې لارښوونې کړي، چې له مخې یې سیاسي شنونکي یوازې هغه وخت د څرګندونو اجازه لري چې ځانګړی جواز ولري او څرګندونې یې د طالبانو د پالیسۍ سره برابرې او د شریعت په چوکاټ کې وي.

د دغه راپور له مخې، طالبانو د نوو فرمانونو له لارې د ځيرکو تلیفونونو کارونه محدود کړي او د انتقادي سیاسي بحثونو خپرولو مخه یې نیولې ده. همداراز مشاعرې او یو شمېر مذهبي مراسم هم تر سانسور لاندې راغلي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د مذهبي اقلیتونو ازادي هم تر سختو فشارونو لاندې ده. د مثال په توګه، په هرات کې د عاشورا مراسمو پر مهال د ګډونوالو د څارنې او نیولو راپور ورکړل شوی او په بدخشان کې د اسماعیلي ټولنې یو مخکښ شخصیت وژل شوی دی.

په کلتوري برخه کې، د افغان فلم اداره تړل شوې او د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو خپرولو بندیز د نورو ولایتونو په کچه هم پلي شوی دی.

راپور په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو ټینګار کوي، چې ښځې د لوړو زده کړو له حقه محرومې شوې، د پوهنتونونو له ازموینو ایستل شوي او په هرات کې د چادري اغوستل جبري شوي دي.

همداراز په کابل کې لږ تر لږه ۶۰ښځې او نجونې د «حجاب د سرغړونو» په تور نیول شوې دي. د ښکلا سالونونه تړل شوي او په کندهار کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو تګ راتګ یوازې د ثبت شوي محرم په ملتیا ممکن دی. همدارنګه ښځې د وکالت د جواز له اخیستو هم بې برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په پای کې خبرداری ورکړی چې دا ډول محدودیتونو د افغانستان ټولنیز او اقتصادي ژوند سخت اغېزمن کړی، پر خلکو یې د باور فضا کمه کړې او د دې هېواد د نړیوالو اړیکو د عادي کېدو لارې یې لا نورې هم تنګې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو